شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت فعاليت ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/09/22 10:52:58
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت فعاليت د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د چين په پلازمينې بېجينګ کې تر سره شو.

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ياد فعاليت ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې اوس په نړۍ کې ستر بدلونونه روان دي او ګرده نړۍ د کړکيچونو او بدلون نوي پړاو ته داخله شوې ده او په داسې تاريخي او مهمه موقع کې يې د نړيوال امنيت وړاندیز کړی دی.

په نړيوال امنيت وړانديز کې راغلي، چې بېلا بېل هېوادونه دې پر ګډ امنيت، عمومي همکاريو او دوامدارو نظريو ټينګار ولري، د نورو هېوادونو حاکميت او خاورو بشپړتيا ته دې درناوی وکړي، د ملګرو ملتونو منشور او اصول دې مراعات کړي  او د بېلا بېلو هېوادونو امنيتي پاملرنې دې په پام کې ونیسي، د ډيالوګ او مشورو له لارې دې د هېوادونو تر منځ شخړې او اختلافات ليرې کړي، هر هېواد دې د سولې د ساتلو مسؤليست پر غاړه واخلي، د سوله ييز پرمختګ لارې ته دې وده ورکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

(مينه)