د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هېواد د بزګرو د ښو حاصلاتو پنځم فېسټيوال د رارسېدو په درشل کې د دغې ورځې په مناسبت د چين بزګرانو او د کليوالو چارو کارکوونکو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.
نوموړي ويلي، چې چين په روان کال کې د زياتو ننګونو او ستونزو په ليرې کولو د دوبنيو غلو دانو او شولو د توليدي اندازې زياتوالی رامنځته کړی او تمه ده، چې د غلو دانو ښه حاصلات به تر لاسه کړي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې بېلا بېلې حکومتي ادارې بايد د پاليسيو او عمومي ترتيباتو له مخې، د کليو د سمسورتيا کارونه په ښه توګه تر سره کړي او د شتمنو او ښکليو کليو او د بزګرو د نيکمرغه ژوند لپاره دې هڅو ته دوام ورکړي. بزګر دې د کليو او کيوالو چارو د عصري کېدو په جريان کې برخه ولري او ښه ژوند دې خپل کړي.