پوتین په روسیه کې د احتياطي سرتیرو د ګمارنې فرمان لاسلیک کړ
CMG2022/09/22 11:01:55
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د احتیاطي سرتيرو د ګمارنې فرمان لاسليک کړی دی او په همدې ورځ یاد فرمان نافذ شوی دی.

نوموړي په يوې تلويزيوني وينا کې ويلي، چې ياد فرمان يې د اوسنيو ګواښونو پر وړاندې لاسليک کړی دی.

پوتين ويلي، چې هغه د خپل هېواد د امنيت، ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو او د روسيې تر کنټرول لاندې سيمو کې د خلکو د امنيت د تضمين لپاره د دفاع وزارت او د عمومي درستيزانو د ریاست له اړوند وړانديز څخه ملاتړ کړی دی.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې په اوکراين کې د روسيې د ځانګړو پوځي عملياتو عمده موخه د دونباس کنټرول دی او دغه موخه به یې بدله نه شي.

 

د روسيې د دفاع وزير سيرګي شویګو په همدې ورځ په يو تلويزيوني پروګرام کې ويلي، چې روسيه به درې سوه زره احتیاطي سرتيري وګماري او په دې برخه کې غني سرچينې لري.

 

(غاټول)