نړيواله ټولنه دې د نړيوال پرمختګ وړانديز د پلي کولو لپاره هڅې وکړي، څو هر کس له بشري حقونو څخه برخمن شي
CMG2022/09/22 11:07:39
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ژنيو په دفتر او په سويس کې د نورو نړيوالو سازمانونو لپاره د چين دايمي استازي چن شيو د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د بشري حقونو شورا په ۵۱مې غونډې کې ګډون کړی او د اقتصاد، ټولنې، کلتوري حقونو او پرمختيايي حق په شمول د بشري حقونو د مسئلې په هکله يې وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د نړيوال پرمختګ وړانديز د پلي کولو لپاره هڅې وکړي، څو خلک له پراخو مشروع بشري حقونو څخه برخمن شي او د ۲۰۳۰ کال د پرمختيايي اجنډا له مخې نړيوالې همکاري بيا پيل او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه اباده شي.

چن شويو زياته کړې، چې د خلکو لپاره دا تر ټولو لوی بشري حق دی، چې دوی نيکمرغه ژوند ولري او بېلا بېل هېوادونه دې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او د خپلو مشخصاتو او د خلکو له غوښتنو سره سم دې په اقتصاد، سياست، کلتور او د چاپيريال ساتنې په برخه کې د خلکو حقونه پياوړي کړي.

نوموړي ويلي، که انسانان هر اړخيز پرمختګ ومومي، نو له قانون سره سم به پراخو او اغيزمنو بشري حقونو ته هم لاسرسی پيدا کړي.

(غاټول)