چين د امريکا او بريتانيا بې بنسټه تورونه رد کړل
CMG2022/09/22 15:25:04
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د سپتمبر په ٢١مه نېټه د لږکيو د حقونو اعلاميې د خپرېدو د ۳۰مې کليزې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په يوه غونډه کې وینا کړې او د چين پر وړاندې د لږکيو د حقونو په اړه د امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې د استازو بې بنسټه تورونه یې رد کړي دي.

جانګ جون ويلي، چې د چين په شينجيانګ کې د هان، اويغور او قزاق په شمول ۵۶ قومونه اوسيږي او د ټولو قومونو د خلکو په ګډو کوښښونو د شينجيانګ اقتصاد پرله پسې پرمختګ کړی، ټولنه يې همغږي او ثبات لري، د خلکو ژوند يې ښه شوی، کلتوري چارو يې بې ساری پرمختګ موندلی او ټول خلک یې مذهبي او دیني ازادي لري. د امریکا، بريتانیا او اروپايي ټولنې یو شمېر استازي حقایق له پامه غورځوي او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له عمومي مباحثوي غونډې او د دغې غونډې څخه ناوړه ګټه پورته کوي او پر چين بې ځايه تورونه لګوي. چين له دغې ناوړې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.