د چين سفير د بشري حقونو شورا کې د هغو يو اړخيزو بنديزونو پر ضد وينا وکړه، چې په نړيوالو قوانينو کې ځای نه لري
CMG2022/09/22 14:59:16
شريکول:

 د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د خپلې ۵۱مې غونډې په څنډه کې د اقتصادي، ټولنيزو، کولتوري او انکشافي حقونو په ګډون د ځينو مسئلو په اړه يې بحثونه کړي دي.

 په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په مقر او په سوسيس کې نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي لوی سفير چن شو د څه دپاسه ٣٠ هېوادونو په استازيتوب وينا کړې او پر ټولو خواوو يې غږ کړی، چې خلکو ته د لومړيتوب ورکولو پر تګلارې د اقتصادي، ټولنيزو او کولتوري حقونو د هڅولو او ساتلو او د نابرابرۍ د له منځه وړلو په برخه کې لا زيات کوښښونه وکړي او له هغو يو اړخيزو بنديزونو سره دې مخالفت وکړي، چې په نړيوالو قوانينو کې بنسټ او ځای نه لري.

نوموړي په اشارې ويلي، چې کرونا وبا د نړیوالو انکشافي پایلو د بدلیدو، د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د پلي کولو پر وړاندې د خنډونو او د بېلا بېلو هېوادونو د نابرابرۍ د سختېدو لامل ګرځېدلې ده او اوسنی وضعيت د اقتصادي، ټولنيزو او کولتوري حقونو ته د ودې ورکولو او د نابرابرۍ د له منځه وړلو مهم ارزښت په ګوته کوي.

 

(ژباړه: شکريه)