د چين د انسان وړونکې فضايي پروژې ۳ پړاوونه
CMG2022/09/22 16:17:46
شريکول:

د روان کال د سپتمبر ۲۱مه نېټه د چين د انسان وړونکې فضايي پروژې د پيل له ۳۰مې کليزې برابره وه.

د چين ۱۴ ستورمزلو له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د دغې پروژې له لارې فضا ته سفرونه کړي دي.

د چين حکومت د ۱۹۹۲م کال د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د انسان وړونکې فضايي پروژې د تطبیق پرېکړه وکړه او د دې پروژې د ۳ پړاوونو نقشه يې طرحه کړه.


د دغې پروژې لومړی پړاو د انسان وړونکو فضايي بېړيو توغول او د اړوندو ازموينو تر سره کول وو.

د چين ۲ ستورمزلو د ۲۰۰۵م کال په اکتوبر کې د شنجو شپږم نمبر فضايي بېړۍ له لارې لرې فضا ته سفر وکړ او دا چاره د چين د انسان وړونکې فضايي پروژې د لومړي پړاو د پوره کېدو نښه وبلل شوه.


دوهم پړاو يې له فضايي دستګاه څخه په فضا کې د ستورملو د کړنو، د فضايي دستګاه وو د يو ځای کولو او د فضايي لابراتوار د توغولو په برخو کې د ټېکنالوژيو د برياليتوب تر لاسه کول وو.

چين د ۲۰۱۶م کال له جون څخه د ۲۰۱۷م کال تر اپريل پورې، د چانګ جنګ اووم نمبر، تيان ګونګ دوهم نمبر، شنجو يوولسم نمبر او تيانجو لومړي نمبر په شمول ۴ دندې تر سره کړي او په دې سره يې د دغې پروژې د دوهم پړاو دندې بشپړې کړې دي.

درېيم پړاو يې د فضايي سټېشن جوړونه ده.

چين د چانګ جنګ د پنځم نمبر- B لېږدوونکی راکېټ د ۲۰۲۰م کال د مې په ۵مه نېټه په برياليتوب فضا ته وتوغاوه او په دې سره يې د انسان وړونکې فضايي پروژې د درېيم پړاو دندې پېل کړې دي.