د نړيوال پرمختګ وړاندیز د پرمختیايي هېوادونو له دوامدارې ودې سره مرسته کوي
CMG2022/09/22 15:00:36
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په ۷۶مه اسامبلۍ کې په خپله وینا کې د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز وکړ چې د ډېرو هېوادونو له توافق او پراخ ملاتړ سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو ۷۷مه اسامبله اوس روانه ده او د ګڼ شمېر پرمختیايي هېوادونو استازو په دغه اسامبلۍ کې یو ځل بیا د دوامدار پرمختګ ګډه هیله ښولې ده.

د ملګرو ملتونو د ۷۷مې اسامبلۍ د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز ګروپ د وزیرانو غونډه د سپتمبر په ۲۰مه نېټه په نیویارک کې ترسره شوه. د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دغې غونډې مشري وکړه او د څه باندې ۵۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو مسئولانو پکې ګډون کړی و.

د لاوس مرستیال لومړي وزیر سلیومسې کوماسیټ په دغه غونډه کې وینا وکړه او و يې ویل، اوس د نړۍ پر وړاندې بې سارې ننګونې او چلنجونه موجود دي. د کرونا وبا د منفي اغېزې له امله، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ راکړې ورکړې او معاملې له ستونزو سره مخ دي. نو مختلف هېوادونه باید خپلمنځي همکارۍ پياوړې او له ستونزو او ننګونو سره دې په ګډه مقابله وکړي.

د ټایلنډ مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر دون پرامودونای په خپله وینا کې وویل، د چین حکومت له خوا د ټولې نړۍ د پرمختګ لپاره مطرح شوی وړاندیز له اوسني وضعیت سره سمون لري. ټایلند له دغه وړاندیز پوره ملاتړ کوي او په ټينګه به له چین سره د څواړخیزو همکاریزو سیستمونو له لارې د سیمې سوله او ثبات وساتي، د ګڼ شمېر پرمختیايي هېوادونو ترمنځ به همکارۍ او راکړې ورکړې وهڅوي او له خپلو حالاتو سره سم به د دوامدار پرمختګ لپاره مناسبه لار ولټوي.

د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام مشر اچیم سټینر په خپله وینا کې وویل، د ملګرو ملتونو د پرمختګ تازه راپور ښيي چې د انسانانو د ودې کچه په تېرو مسلسلو ۲ کلونو کې ټیټه شوې، دغه حالت په تېرو ۳۰ کلونو کې ساری نه دی درلودلی. کرونا وبا، سیمه ییزې شخړې، د خوړو او انرژۍ کمښت او د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښو د بشري پرمختیا لاسته راوړنې له منځه وړي. دا ضروري او بېړنی کار دی چې بېلا بېل هیوادونه باید خپلمنځي همکارۍ او تفاهمونه پياوړي کړي، د مناسب او اغېزناک میکانیزم له لارې دې د ټول بشر یووالی بیا عملی کړي. د چين دغه وړانديز د مختلفو هېوادونو د همکارۍ او یووالي د هڅولو او په ګډه د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ لایحې د عملي کولو لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی.

په دغه غونډه کې ګډونوالو دا څرګنده کړې، په داسې حال کې چې نړۍ له سختو ننګونو سره مخ ده، چین د نړيوال پرمختګ وړاندیز کړی او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ باور يې زیات کړی دی. کرونا وبا پر نړیوال اقتصاد دوامدارې منفي اغېزې کړې او د سیمه ییزو نښتو له امله د عرضې نړیوال ځنځیر هم زیانمن شوی دی. بېلا بېل هېوادونه باید په دغه کليدي موده کې یووالی وساتي او له ننګونو سره دې په ګډه مقابله وکړي.

دوی زیاته کړه، چین د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د وګړیو ژوند د ښه والي او د انسان د هوسا ژوند او له طبیعت سره يې برابرۍ او ډېرو نورو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي او تجربو يې د دوامدار پرمختګ پالیسۍ د ټاکلو لپاره  بېلا بېلو هېوادونو ته ګټورې انګېزې ورکړې دي.