وانګ يي د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار ایمانویل بوني سره وکتل
CMG2022/09/22 11:02:47
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۱مه نېټه په نيويارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډې کې د فرانسې ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار ايمانويل بوني سره وکتل.

د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو سلاکار ايمانويل بوني د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په عادي بحثونو کې د اوکراين د کړکېچ په هکله د ولسمشر ايمانويل ماکرون نظر څرګند کړی دی.

نوموړي له وانګ يې سره په خبرو کې ويلي، چې فرانسه د اروپا امنيت، ثبات او د سولې عادې کېدو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، چې له چين سره لوړ پوړی تګ راتګ وساتي، خپلمنځي همغږي او تبادلې  پياوړې کړي او د جګړو د ختمېدو او سولې د پرمخبيولو لپاره  ورسره ګډې هڅې وکړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين د ولسمشر ماکرون هغه رويه ستايي، چې له نوې سړې جګړې، ډله ييز تقابل او د نړۍ له پاشل کېدو سره يې ډاګيز مخالفت څرګند کړی او د سولې د تر لاسه کولو لپاره د فرانسې له منځګړيتوب څخه ملاتړ کوي.

 چين پر دې اند دی، چې بېلا بېل هېوادونه دې خپل ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا وساتي او د ملګرو ملتونو د منشور موخه او اصول دې مراعات کړي.