روسي او امريکايي ستورمزلي نړيوال فضايي سټېشن ته داخل شوي
CMG2022/09/22 11:05:30
شريکول:

د روسيې ملي فضايي شرکت د سپتمبر په ۲۱مه نېټه ويلي، چې د روسيې د Alliance ms-22))  په نوم  فضايي بېړۍ په همدې ورځ له نړيوال فضايي سټېشن سره يو ځای شوې او دوه روسي او يو امريکايي ستورمزلي نړيوال فضايي سټېشن ته خوندي ننوتلي دي.

ياد شرکت په همدې ورځ پر خپلې رسمي ويبپاڼې ليکلي، چې ياده فضايي بېړۍ د (Alliance-2.1a)راکيټ په وسيله د قزاقستان د بایکونور د سپوږمکيو د توغولو له مرکز څخه فضا ته توغول شوې وه او د سپتمبر د ۲۱مې نېټې د شپې په اتو بجو او شپږو دقيقو د نړيوال فضايي سټېشن د روسيې له کوچنۍ ازمايښتي خونې سره ونښلول شوه.

(غاټول)