کروسي کسابا: نړيوال بايد په يووالي ستونزې حل کړي
CMG2022/09/22 15:16:28
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ مباحثوي غونډه په ځايي وخت د سپتمبر په ۲۰مه نېټه په نيويارک کې پرانيستل شوه.

د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ نوي رئيس کروسي کسابا د سي اېم جي له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې په نړۍ کې طبيعي سرچېنې ورځ په ورځ کمېږي او نړۍ به له نويو ستونزو او شخړو سره مخ شي.

نوموړي ويلي، چې د اوبو کمښت به د نړۍ پر مخ يو عمده ستونزه وګرځي او نړيواله ټولنه بايد د اوبو د سرچېنو د ادارې او پاليسۍ په اړه تعديلات تر سره کړي.

کروسي زیاته کړې، چې نړيوال باید د لويو ستونزو پر وړاندې د ګډ برخلیک ټولنه جوړه او په يووالي ستونزې حل کړي.