په کابل کې د چاودنې له امله ۳ کسان مړه او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي
CMG2022/09/22 10:52:17
شريکول:

د افغانستان د پلازمېنې کابل د امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د کابل د درېيمې امنيتي حوزې اړوند دهمزنګ څلور لارې ته په څېرمه چاودنې ۳ ملکي وګړي وژلي او ۱۳ یې نور ټپیان کړي دي.

خالد ځدراڼ ويلي، چې پوليس د پېښې ځای ته رسيدلي او په څېړنو بوخت دي.

 تر اوسه پورې کومې ډلې د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

(مينه)