د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد د نيوز اژانس د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د رارسېدو په درشل کې نوموړي اژانس ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او د دغه اژانس ټولو کارکوونکو ته یې نيکې هيلې وړاندې کړې دي.
نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي، چې د چين نيوز اژانس له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د هېواد پالنې پر اصل ټينګار کړی او د چين د کېسو او اوازونو په خپرولو کې يې مثبت رول لوبولی دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې هيله ښودلې، چې ياد اژانس په راتلونکي کې نړۍ ته د چين د ورپېژندلو، د هېواد دننه او بهر د چينايانو د يووالي د هڅونې او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره لا پراخ خدمتونه وکړي.