د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر د ۲۲مې نېټې په ماسپښين د جاپان د اقتصادي ټولنې له استازو سره انلاين خبرې کړې دي.
نوموړي د يادې ټولنې له استازو سره د چين او جاپان پر خپلمنځي اړيکو، اقتصادي او سوداګريزو همکاريو، د نړيوالو اقتصادي ننګونو پر ضد مبارزې او پر اقليمي بدلون خبرې اترې کړې دي.
لي که چيانګ ويلي، چې چين غواړي، له جاپان سره خپلمنځې هراړخيزې همکارۍ پياوړې کړي او دواړه هېوادونه دې د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون له لارې سيمه ييز اقتصادي پرمختګ په خوځښت راولي.
نوموړي ويلي، چې چين به د کرونا وبا پر ضد مبارزې په حال کې له جاپان سره الوتنې زياتې کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ لپاره به اسانتياوې برابرې کړي.
نوموړي زياته کړې، چې چين او جاپان دواړه په اسيا کې ګډ ژوند او پرمختګ کوي.
چين پر سوله ييز پرمختګ ټينګار لري او هيله ده چې دواړه هېوادونه يو د بل درناوی وکړي، متقابل باور پياوړی او خپلمنځي توپيرونه په ښه توګه حل کړي.
لي که چيانګ هيله ښودلې، چې چين او جاپان د سولې او ثبات چاپېريال وساتي او له سيمه ييزو هېوادونو سره په ګډه پرمختګ وکړي.
(مينه)