روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲۲مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۲مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۲۴ دقيقو پورې په ټولې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۴۲۸ زره او ۳۲۱ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۱۰ ميليونه، ۸۶۶ زره او ۷۵ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۳۹۵ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۱۰ زره او ۱۳۹ ته رسېدلی دی.
(مينه)