د نړۍ د زياتو هېوادونو مشرانو د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په مباحثوي غونډې کې د امريکا د هغو بادارۍ غوښتونکو او ناوړو کړنو غندنه کړې، چې له مخې يې پر نورو هېوادونو يو اړخيز بنديزونه لګولي او يا يې په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.
د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي په يادې غونډې کې د امريکا هغه کړنې غندلي، چې د يواړخيزو بنديزونو له لارې يې د نورو هېوادونو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
د کيوبا د بهرنيو چارو وزير برونو رودريګوز پاريلا په خپلې وينا کې پر دغه هېواد د امريکا د اقتصادي، سوداګريزو او پولي بنديزونو غندنه کړې او ويلي يې دي، چې دغو بنديزونو د کيوبا اقتصادي پرمختګ ته سخت زيانونه رسولي دي.
د ناميبيا ولسمشر هاګ جينګوب هم په خپلې وينا کې له امريکا څخه غوښتي، چې پر زيمبابوي يې ناقانونه بنديزونه ليرې کړي او د زيمبابوي د خلکو د پرمختګ حقونو ته دې درناوي وکړي.