جاپان باید سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشې کولو پلان لغوه کړي
CMG2022/09/23 15:15:51
شريکول:

د جاپان يو شمېر ملکي سازمانونو او مدني ټولنو د سپتمبر په ٢١مه نېټه د توکیو د برېښنا شرکت او د جاپان د اقتصاد او صنايعو وزارت ته يو غوښتنليک وړاندې کړی، چې څه دپاسه ۴۲ زرو کسانو پرې لاسليکونه  کړي دي.

 دوی په دغه غوښتنليک کې سمندر ته د فوکوشيما اټومي بټۍ د ککړو اوبو د ايستلو له پلان سره مخالفت ښودلی او له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دې مسئلې د حل لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

د جاپان حکومت د ياد پلان اکثره مخالفین د دغه هېواد د ساحلي سیمو (( ایوات، میاګي او فوکوشیما)) اوسيدونکي دي.

 د جاپان د کیوډو نیوز اژانس ليکلي، چې د جاپان مدني ټولنو د پروسږ کال له جون راهیسې، د ياد پلان د مخالفت په موخه شاوخوا ۲۲۱ زره لاسليکونه راټول کړي دي.

په جاپان کې کله کله طبيعي ناورینونه پېښېږي، د مثال په توګه دغه هېواد د زلزلې د وړاندوينې په برخه کې اغېزمن اقدامات نيولي دي، خو د اټومي ککړو اوبو د مسئلې برخې کې یې بیا غير مسؤلانه رويه ښکاره کړې او د خپلو کثافاتو د اچولو لپاره يې سمندر غوره کړی دی، څو ټوله نړۍ يې بیه پرې کړي.

د فوکوشیما اټومي بټۍ د ککړو اوبو مسئله يوازې جاپان پسې نه اړونديږي، بلکې د نړیوال سمندري ایکولوژیکي چاپېریال او د ټولو هیوادونو د خلکو د ژوند او روغتیا خوندیتوب هم ورپسې تړلی دی. 

د جاپان حکومت باید د عامه افکارو درناوی وکړي او سرغړونه باید ونه کړي. د جاپان حکومت باید د خپلو اتباعو ګډ احتجاج او د شاوخوا هېوادونو د خلکو قوي مخالفت له پامه ونه غورځوي، د خلکو افکار دې تر نظر لاندې ونيسي، د دوی غوښتنو ته دې ځواب ووايي او سمدلاسه دې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشې کولو پلان لغوه کړي.

(ژباړه: شکريه)