د ننګرهار ولایت د یوې زرغونې سیمې په زړه پورې منظره
CMG2022/09/23 15:07:15
شريکول:

د ننګرهار ولایت د یوې زرغونې سیمې په زړه پورې منظره. ننګرهار ولایت ته همیشه بهار هم وایي، ځکه هواه یې ګرمه ده او ډېری ونې پکې ان په ژمي کې هم زرغونې وي. په دغه ولایت کې له ځمکو څخه دوه ځله حاصلات اخیستل کېږي. مالټې، نارنج، لیمو، ګني، زیتون او نور سبزیجات یې مهم کرنیز محصولات دي.