چين: د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د شينجيانګ د بشري حقونو تش په نوم راپور رد کړ
CMG2022/09/23 10:40:51
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۲۲مه نېټه په يوې نوبتي مطبوعاتي غونډې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ لخوا د شينجيانګ د بشري حقونو په اړه تش په نوم راپور د امريکا او د ځينو غربي هېوادونو په اشارې او خاص پلان جوړ شوی دی.

نوموړي ياد راپور غير قانوني بللی او ويلي يې دي، چې هيڅ اغيزه به ونه لري.

جاو لي جيان ياد راپور جعلي او د لوېديځو هيوادونو لپاره د شينجيانګ د چارو په پلمه د چين د پرمختګ د مخنيوي سياسي وسله بللې ده.

نوموړي په اشارې ويلي، چې د اسلامي هېوادونو په شمول نژدې سلو هېوادونو په وروستيو کالونو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا او نورو ډګرونو کې د شينجيانګ په شمول د چين د کورنيو چارو په هکله د بېجينګ له عادلانه دريځ څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

دوی په يوه خوله د شينجيانګ د چارو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې له هر ډول مداخلې سره مخالفت ښودلی او دا اوس د نړيوالې ټولنې ګډ اواز ګرځېدلی دی.