دا د کابل ـ ننګرهار لویې لارې د ماهیپر سیمه ده
CMG2022/09/23 15:01:02
شريکول:

دا د کابل ـ ننګرهار لویې لارې د ماهیپر سیمه ده. دغه سیمه ډېرې کږې وږې لري، خو دا چې له مرکز کابل او دغه راز له ننګرهار ښار څخه لرې ده، نو د ترافیکو پولیس ورته رسېدګي نه شي کولای. ددې لپاره چې د ماهیپر سیمې په کږو وږو کې د ترافیکي پېښو مخه نیول شوې وي، دغه ډول تنکي ځوانان موټر چلوونکو ته د موټرو د شتون او نشتون لارښوونه کوي. ځینې موټر چلوونکي بیا دغه ماشومانو ته یو څه پیسې ورکوي.