د چين ـ اسيا او اروپا ۷م نندارتون د سپتمبر په ۲۲مې نېټې پای ته ورسېد.
ياد نندارتون ۴ ورځې دوام درلود او په ترڅ کې يې په بېلا بېلو برخو او کچو کې د همکارۍ زياتې لاسته راوړنې درلودې.
د چين ـ اسيا او اروپا ۷م نندارتون کې د چين، قزاقستان، کوريا جمهوريت او ځينو نورو هېوادونو ۸۴۶ تصديو حضوري ګډون کړی و او د اسيا، اروپا، افريقا او امريکا د ۳۲ هېوادونو او سيمو ۳۵۹۷ تصديو پکې په انلاين ډول برخه اخيستې وه.
په دغه نندارتون کې ۱۷۷۴۴ ډوله بېلا بېل توليدات نندارې ته وړاندې شوي وو.
د چين ـ اسيا او اروپا ۷م نندارتون نژدې ۷ زره سوداګر او پېرېدونکي را جلب کړي وو، چې د تېرې دورې په پرتله ۵۴ سلنه زياتوالی ښيي.
د چين ـ اسيا او اروپا ۷م نندارتون د چين په شينجيانګ کې د سپتمبر په ۱۹مې نېټې پېل او په ۲۲مې نېټې پای ته ورسېد.