امریکا پر فضا تسلط غواړي او نړيواله سوله ګواښي
CMG2022/09/23 09:43:01
شريکول:

د سپتمبر ۲۱مه نېټه د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره وه.

د امریکا دفاع وزارت څو ورځې مخکې د فضايي تګلارو نوی سند خپور کړی، چې له مخې به يې دغه هېواد په فضا کې خپل پوځي توان لوړ کړي او له ملګرو هېوادونو سره به نظامي همکارۍ پراخې کړي او د فضایي چارو تش په نوم مسئولانه مقررات به وهڅوي.

دغه سند پر فضا د امریکې د تسلط غوښتنې د شوم نیت ښکارندويي کوي. د امریکا سپېس اېکس (SpaceX) شرکت فضا ته له ۳ زرو زیاتې سپوږمکۍ توغولي او غواړي د سپوږمکیو شمېر له ۱۲ زرو څخه ۴۲ زرو ته لوړ کړي.

د مالوماتو له مخې،  نړۍ ته په نږدې فضايي مدارونو کې عموماً شاوخوا ۵۰ زره سپوږمکۍ روانېدای شي، نو ياد شرکت به د يادو مدارونو ۸۰ سلنه ونيسي. برسیره پر دې، امریکا دا هم غواړي، چې په پوځي طریقو د فضا د استعمال په برخه کې د نورو هېوادونو حقونه محدود کړي او حتی دا نیت يې هم ښودلی، چې په فضا کې پر نورو د بريد په موخه وسلې وازمويي او تحقيقات وکړي.

فضا د ټولو انسانانو د پرمختګ لپاره ډېر ګټور فرصتونه برابروي او سرچینې يې باید د ګردې نړۍ د انسانانو لخوا په ګډه وکارول شي.

چین په تېرو ۳۰ کلونو کې د بهرنۍ فضا د اکتشافي ټکنالوژۍ د څېړنې په برخې کې ډېر کوښښونه کړي، څو نسله چيني ساینسپوهانو ټول عمر زخمتکشونه ګاللي او سږ کال به د چین فضايي سټېشن بشپړ کړي.

 چین له ۲۰۱۶م کال راهیسې له ۱۹ هېوادونو او سیمو او ۴ نړیوالو سازمانونو سره د فضايي چارو د همکارۍ تړونونه او د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړي دي.

چين دا نظر لري، چې فضايي چارې د انسانانو ګډې چارې دي او د مساواتو، متقابلو ګټو او ټولشموله پرمختګ پر بنسټ يې د فضا په برخه کې له نورو هېوادونو سره ژورې همکارۍ او تبادلې کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې چین او روسیې پخوا وړاندیز کړی، چې نړيواله ټولنه باید په فضا کې د وسلو د ځای پر ځای کېدو د منع مقررات وټاکي، خو امریکې ورسره موافقه ونه ښوده او اوس يې تش په نوم د فضايي چارو مقررات یاد کړي او موخه يې ترې ډېره څرګنده ده.

د امریکا د سپېس اېکس (SpaceX) شرکت ګڼ شمېر سپوږمکيو فضايي مدارونو کې ځای نیولی او کله کله د نورو هېوادونو سپوږمکۍ ګواښي.

څه موده مخکې، په رسنيو کې دوه خبرونه ګرم تاوېدل، چې د امریکې سپوږمکۍ د چین فضايي سټېشن ته نږدې شوې او دا ګام يې خطرناک یاد شوی و. د اوکراین او روسیې په کړکیچ کې هم دا څرګنده شوې، چې د امریکې دغه سپوږمکۍ په نظامي برخې کې ډېره کارول شوې ده.

د چارو کارپوهان په فضا کې د متحده ایالاتو لخوا د وسلو ځای پر ځای کېدل، نورو هېوادونو ته سخت ګواښ بولي او بېلا بېل هېوادونه باید د واشنګټن دغې کړنې ته جدي پاملرنه وکړي او پر وړاندې يې باید ډله ييز احتجاج وکړي.

متحده ایالاتو په ځمکنې کرې کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او ډیموکراسۍ په پلمه په ډېرو هېوادونو کې جګړې پيل کړي او ځايي وګړیو ته يې سخت زیانونه رسولي او هر ځای یې غمیزې جوړې کړې دي او اوس غواړي، پر فضا منګولې ښخې کړي او له دې لارې نور هېوادونه وځپي.  

امریکا تل پر نظامي چلند باور ښودلی او د تسلط او بادارۍ په لټه ده او دا چارې يې د نړیوالې سولې لپاره تر ټولو لوی ګواښ او خنډ ګڼل کېږي.