چين له امريکا څخه غوښتي، چې په سوريې کې غير قانوني لاسوهنې پای ته ورسوي
CMG2022/09/23 14:23:16
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي او وزير مختار جيانګ دوان د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د بشري حقونو شورا په ۵۱مې غونډې کې په سوريې کې د امريکا غير قانوني نظامي مداخلې غندلي او د دغه هېواد پر هغو کړنو، چې د سوريايانو اساسي بشري حقونه يې تر پښو لاندې کړي، کلکې نېوکې کړې دي.

نوموړي د امريکا پر حکومت غږ کړی، چې سمدستي په سوریې کې د بشري حقونو ضد کړنې پای ته ورسوي.

جيانګ دوان ويلي، چې لس کاله کيږي، چې په سوريې کې بحران روان دی او د سوريې خلک له بېوزلۍ او جګړې سره لاس او ګرېوان دي او امريکا او ځيني لويديځ هېوادونه يې باید مسؤليت پر غاړه واخلي.

نوموړي زياته کړې، چې د سوريې کړکېچ د دې ښکارندويي کوي، چې بهرنۍ لاسوهنې، د مقابلې لمسون، فشارونه او بنديزونه د ستونزو په حل کې مرسته نه شي کولی.

چين پر دې اصل ټينګار کوي، چې سوريايان باید د خپلو چارو مشري او رهبري وکړي او د دغه هېواد مشران بايد جوړ جاړی وکړي او د سوریې راتلونکی دې وټاکي.

نوموړي پر امريکا او ځينو نورو هېوادونو غږ کړی، چې په سوریې کې د پوځيانو غیر قانوني ميشتېدنه او پوځي مداخلې پای ته ورسوي او د دغه هېواد پر وړاندې دې یو اړخیز بندیزونه ودروي، د تیلو او خوراکي توکو غلا دې ترې بنده کړي او د سوریې خلکو ته دې حقیقي بشري حقونه، شتمنۍ، آزادي او وقار بېرته ورکړي.