د چين د سوداګرۍ وزارت د سپتمبر په ۲۲مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې په بهرنيو هېوادونو کې د چين د غير پولي پانګونو ارزښت ۴۹۲ ميليارډو او ۷۶۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۲ سلنه زياتوالی ښيي.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو پراتو هېوادونو کې د چين د غير پولي پانګونو ارزښت ۱۳ ميليارډو او ۹۵۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۲ سلنه زياتوالی ښيي او د همدې مودې د غير پولي پانګونو په عمومي ارزښت کې يې ۱۸.۶ سلنه ځای نيسي.
(مينه)