د شينجيانګ د بشري حقونو د تضمين په اړه معلوماتي ناسته په جنیوا کې تر سره شوه
CMG2022/09/23 17:09:39
شريکول:

 

 د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې او په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د چين دايمي پلاوي په ګډه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۱مې غونډې په څنډه کې د شينجيانګ د بشري حقونو د درناوي او تضمين تر عنوان لاندې يوه معلوماتي ناسته تر سره کړه. په ملګرو ملتونو کې د ۵۰ هېوادونو د دايمي استازو او لوړپوړو ډيپلوماتو، خبريالانو او د غېرحکومتي سازمانونو استازو په شمول ۱۰۰ وګړو په دغه ناسته کې ګډون کړی و.

په دغه ناسته کې ويډيو ((دا شينجيانګ دی)) نندارې ته وړاندې شوه، چې پکې د شينجيانګ د اقتصاد، ټولنې او بشري حقونو د لاسته راوړنو معلومات ښودل شوي.

د دغې ناستې ګډونوالو د ترهګرۍ او افراطيت ضد مبارزې، پرمختګ، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د بشري حقونو د ساتنې په برخو کې د چين د شينجيانګ برياليتوبونه ستايلي او څرګنده کړې يې ده چې د شينجيانګ په چارو کې د چين له عادلانه دريځ څخه ملاتړ کوي او د شينجيانګ د مسئلو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې د هر ډول لاسوهنې مخالفت کوي.