د چين ـ اسيا او اروپا ۷م نندارتون
CMG2022/09/23 10:23:28
شريکول:

د چين ـ اسيا او اروپا ۷م نندارتون د چين په شينجيانګ کې د سپتمبر په ۱۹مې نېټې پېل او په ۲۲مې نېټې پای ته ورسېد.

ياد څلور ورځنی نندارتون د ګډ بحث، ګډې ابادۍ، ګډې شريکۍ او همکارۍ په عنوان ترسره شوی دی.

د نړۍ ډېرو تصديو او شرکتونو په دغه نندارتون کې ۳۶۵ تړونونه لاسلیک کړي او د پانګونې عمومي ارزښت یې له ۱۳۵،۴ میلیارډو امريکايي ډالرو زیات ښودل شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د چين ـ اسيا او اروپا ۷م نندارتون د پانګونې سږنۍ اندازه د تېرو نندارتونونو په پرتله ډېره وه.