د نړیوال بانک مشر ډويډ ملپاس پدې وروستیو کې ويلي، چې چین د نړۍ د اوسني اقتصاد د سستۍ په حال کې"دا ځل د اقتصاد هڅولو ته لیواله نه دی" او "ډېر لږ کار کوي".
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د نوموړي د يادو خبرو په غبرګون کې ويلي، چې چين د نړۍ د ستر مخ پر ودې اقتصاد په توګه د نړۍ د اقتصادي پرمختګ يو مهم اينجن دی.
نوموړي ويلي، چې نړيوال بانک د روان کال په جون کې د چين د اقتصاد په اړه يو لنډيز خپور کړی او د چين د پياوړي مالي او پولي تګلارو په اړه يې مثبتې نظريې څرګندې کړې دي.
د نړيوال بانک چارواکو د چين د خدمتي سوداګرۍ سږني نندارتون په ترڅ کې هم دا ويلي وو، چې د چين د ور خلاصون وروستۍ تګلاره به د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د نړيوال اقتصادي بيارغونې لپاره پياوړي قوتونه برابر کړي.
(ژباړه: شکريه)