چین پر بلاروس د یو اړخیزو بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه
CMG2022/09/24 10:55:50
شريکول:

د چين استازي د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۱مه غونډه کې په خپله وينا کې له دې سره مخالفت څرګند کړ، چې اړوند هېوادونه پر بلاروس يو اړخيز بنديزونه لګوي او د بشري حقونو په پلمه د بلاروس په کورنيو چارو کې مداخله کوي.

د چين استازي وويل، چې چين د بلاروس د خلکو درناوی کوي، ځکه په خپله خوښه د پرمختګ لاره ټاکي، د بشري حقونو په ساحه کې د بيلاروس له پرمختګونو څخه ستاينه کوي، له دې سره ټينګ مخالفت کوي، چې په نړيوالو اړيکو کې پر نورو هېوادونو يو اړخيز بندیزونه لګول کیږي او د بنديزونو په وسيله ګواښونه  جوړیږي.

د چين استازي وويل، د بشري حقونو شورا او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر بايد دوه ګونی چلند پرېږدي،  معقول او عادلانه اصول دې مراعات کړي، د ناسمو معلوماتو له لارې دې پر پرمختيايي هېوادونو بې ځايه نيوکه نه  کوي او بايد د ځينو هېوادونو لپاره پر نورو هېوادونو د فشارونو اچولو سياسي وسیله ونه ګرځي.