د چين او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو سره وکتل
CMG2022/09/24 10:51:23
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي په دفتري ځای کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره وکتل.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې اوس مهال د چين او امريکا ترمنځ اړيکې له ستونزو سره مخ شوې او امريکا دې ورڅخه درس واخلي. دغه اړيکې په ډېرې کليدي شېبې کې دي او دواړه هېوادونه دې نړۍ، تاریخ او خپلو خلکو ته مسئولانه رويه غوره کړي، د خپلمنځي اړيکو سمه لار دې جوړه کړي او بېرته دې دغه اړيکې ثابت حالت ته وګرځوي.

وانګ يي بلينکن ته د تايوان په اړه د چين د حکومت دريځ بيان کړ او پر دې يې ټينګار وکړ، چې د تايوان مسئله د چين د مهمو ګټو محور دی او چینايان ورته ډېره پاملرنه کوي. امريکا د دې مسئلې په برخه کې چين ته څرګنده سياسي ژمنه ورکړې، نو باید له چين سره د دريو ګډو اعلاميو او د يو چين پېژندنې اصل مراعات کړي، د يو چين پېژندنې اصل دې يوځل بيا څرګند کړي او په څرګنده توګه دې د تايوان له جلاغوښتونکو فعاليتونو سره مخالفت وکړي.

وانګ يي زياته کړه، چې چين او امريکا ګډې ګټې لري او د نظريو ډېر توپيرونه هم لري، دواړه خواوې د خپلمنځي تماس د پيل له لومړۍ ورځې څخه د خپلو نظامونو په توپيرونو ښه پوه شوي او دغو توپيرونو د ګډو ګټو پر اساس خپلمنځي ګډې همکارۍ له خنډونو سره نه دي مخ کړې، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تقابل سبب دې نه ګرځي. چين هيله لري، چې امريکا د چين په اړه سم پوهاوی ولري او د چين د مخنيوي تګلارې دې بدلې کړي.

بلينګن وويل، چې د امريکا او چين ترمنځ اړيکې په ستونزمن وخت کې دي او بېرته ثابت مدار ته د دغو اړيکو ګرځول د دواړو هېواوو له ګټو سره سمون لري. امریکا به له چین سره صادقانه خبرې وکړي، د ناسم پوهاوي او ناسم قضاوت مخه به ونيسي. نوموړي يوځل بيا څرګنده کړه، چې هېواد به يې سړه جګړه ونه کړي، د يو چين پېژندنې تګلاره يې هم نه ده بدله کړې او د تايوان له جلاغوښتونکو څخه ملاتړ نه کوي.