روسيه: د روسیې او اوکراين تر منځ د خبرو د بيا پيل امکان نه شته
CMG2022/09/24 10:54:05
شريکول:

په مطبوعاتي چارو کې د روسیې د ولسمشر سکرټر ډيميتري پيسکوف په ځايي وخت د سپتمبر په ۲۳مه نېټه وويل، چې د روسیې او اوکراين تر منځ د خبرو اترو بهير د ټاکل شويو موخو د تر لاسه کولو لپاره اړتيا لري، خو اوسمهال د خبرو اترو د بيا پيل لپاره کوم مخکیني شرايط نه ليدل کېږي.

پيسکوف زياته کړه، وروسته له دې چې په روسیه کې د دونيتسک په شمول د څلورو ځايونو د شاملېدو په هکله ټولپوښتنه تصويب شي، دغې پايلې به د روسیې د دوما لخوا وڅېړل شي او د ولسمشر لخوا به لاسليک شي.

په ځايي وخت د سپتمبر د ۲۳ نېټې د سهار له اتو بجو څخه په دونيتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوروزيه سيمو کې د روسيې له فدراسيون سره د يو ځای کېدو په اړه ټولپوښتنه پيل شوه، دغه ټولپوښتنه به د سپتمبر له ۲۳مې څخه د همدې مياشتې تر ۲۷مې نېټې پورې دوام ولري.