د سوريې د روغتيا وزير حسن ګبش د سپتمبر په ۲۳مه نېټه وويل، چې له لبنان څخه د ناقانونه کډوالو وړونکې بيړۍ د ډوبېدو له امله، چې د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه رامنځته شوه، تر اوسه ۷۷ تنه مړه شوي دي. ده زیاته کړه، چې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري، خو د مړو شمېر ښايي نورهم لوړ شي.