چين: امريکا دې د چين ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي
CMG2022/09/24 10:52:06
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویان وانګ ون بين د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه د دغه وزارت د يوې مطبوعاتي غونډې مشري وکړه.

يو خبريال پدې مطبوعاتي غونډه کې له وانګ ون بين څخه پوښتنه وکړه، چې آیا چين او امريکا به د خپلمنځي همکاريو ځنډېدلې پروژې بيا پيل کړي، څو د خپلمنځي زياتو همکاريو لپاره لار هواره کړي؟

ښاغلي وانګ ون بين دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې امريکا د چين پر ملي حاکميت تېری وکړ او چين مجبور شو، چې ځوابي اقدامات غوره کړي. هغه زياته کړه، چې د چين ځوابي اقدامات سم او حقه دي، که امريکا له چين سره د ګډو همکاريو پروژې ترسره کړي، نو باید د چين ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي او د يو چين پېژندنې اصل دې عملي کړي.