د افغانستان پوليسو د سپتمبر په ۲۳مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ په کابل کې په یوه مسجد کې چاودنه وشوه، چې له امله يې ۷ کسان ووژل شول او ۴۱ نور ټپيان شول.
د کابل د امنیه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ وویل، چې له وزیر اکبرخان جامع مسجد څخه د خلکو د راوتلو پر مهال د موټر بم برید تر سره شو او بې ګناه خلک یې شهیدان کړل.
لا تر دا مهاله د دغې چاودنې مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی.