د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټريس سره وکتل
CMG2022/09/25 12:54:39
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په بهير کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټريس سره وکتل.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې اوسنۍ نړۍ له بدلونونو او ګډوډۍ سره مخ ده، ښاغلی سرمنشي ګوټريس له دې امله له نړيوالې ټولنې څخه د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا غوښتنه کړې او چين له دې عمل سره ډېر موافق دی. د چين په نظر لوی هېوادونه په تېره بيا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي هېوادونه دې د نړیوال قانون د مراعاتولو، د ملګرو ملتونو د واک د تحفظ، د رښتيني څواړخيزم د عملي کولو او له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستې په راس کې قرار ولري، خو د خواشیني وړ دا ده، چې ځيني لوی هېوادونه د خپلو ګټو لپاره د څواړخيزم په بهانه يواړخيزم عملي کوي او د قوانينو د ساتلو په پلمه پارټ بازۍ جوړوي. 

نوموړي زياته کړه، چې چين له ملګرو ملتونو سره ټينګ ولاړ دی، په نړیوالو چارو کې د ملګرو ملتونو له مرکزي موقفه همدارنګه د سولې او امنيت په برخو کې د ننګونو په لرې کولو کې د دغه سازمان له زيات رول څخه ټينګ ملاتړ کوي.

ګوټريس په خپلو خبرو کې د څواړخيزم د ساتلو، د نړيوالو همکاريو د پرمخبيولو او د دواملرونکي پرمختګ د هڅولو په برخو کې د چين مثبت رول ستايلی او له دغه هېواد سره يې اړيکې د ملګرو ملتونو او څواړخيزم مهم رکن بللی او ويلي يې دي، چې سازمان يې د نړیوال پرمختګ په اړه د چين له وړانديز څخه ملاتړ کوي.