د هنګري د بهرنيو چارو وزير: اروپا پر روسيې د بنديزونو په لګولو سره خپل ځان ته هم ډېر زيانونه رسولي
CMG2022/09/25 12:55:14
شريکول:

د هنګري د بهرنيو چارو وزير سزجارتو پيټر په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۷ مې دورې د عمومي اسامبلۍ د لوړپوړې غونډې په څنډه کې خبري رسنيو ته ويلي، چې اروپايي هېوادونو په امريکا پسې پرروسيې بنديزونه لګولي او له شکه پرته دغو بنديزونو اروپا ته ډېر زيانونه رسولي دي. نوموړي له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې له ټولو فرصتونو په کار اخيستلو له روسيې سره خبرې وکړي.

سزجارتو پيټر وويل، چې د اروپايي ټولنې اقتصاد مخ په پرځېدو دی، د انرژۍ امنيت يې له ننګونو سره مخ دی او د پيسو پړسوب اندازه يې هم ډېره لوړه شوې ده.

هغه له اروپايي هېوادونو غوښتنه کړې، چې د انرژۍ ستونزو ته جدي پاملرنې وکړي.

نوموړي همدارنګه زياته کړې، چې هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د روانې غونډې پر مهال د اروپايي هېوادونو يوازينی استازی دی، چې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره خبرې کوي. هغه له دې امله خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې اروپايي ټولنه دې له ټولو فرصتونو په کار اخيستلو له روسيې سره خبرې وکړي.