د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند: له ايران سره د اړيکو په اړه د اوکراين پرېکړه د خواشینۍ وړ ده
CMG2022/09/25 12:42:13
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د سپتمبر په ۲۴ مه نېټه په يوه بيانيه کې له دغه هېواد سره د اړيکو په اړه د اوکراين حکومت پرېکړه د خواشینۍ وړ بللې او ويلي يې دي، اوکراين دغه پرېکړه نا تائید شویو راپورونو پراساس او د خارجي رسنیو د فضا جوړونې له کبله شوې ده.

ناصر کنعاني پر دې ټينګار وکړ، هېواد يې د اوکراین او روسيې ترمنځ د شخړو په اړه مثبتې او بې طرفه تګلارې غوره کړې او له سياسي لارې يې د شخړو حل اړین بللی دی.

هغه وويل، د ايران د بهرنيو چارو وزارت په تېرو څو مياشتو کې د دې بحران د حل په موخه له روسيې او اوکراين سره څو ځلې تماسونه نيولي دي. 

نوموړي زیاته کړه، هېواد به يې د اوکراين پرېکړې ته په غبرګون کې مناسب اقدامات غوره کړي، خو د دغو اقداماتو په اړه يې جزئیات نه دي په ډاګه کړي.

د اوکراين حکومت د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه په دغه هېواد کې د ايران د لوی سفير جوازليک د لغوه کولو اعلان وکړ او د ايران د ډيپلوماتانو شمېر يې کم کړی دی.