د امریکا سپينې ماڼۍ د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه په خپله وېبپاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر جوبايډن د غير ناټو عمده متحد په توګه د افغانستان غړيتوب لغوه کړ.
امريکا په ۲۰۱۲م کال کې افغانستان د غير ناټو عمده متحد په توګه اعلان کړ. د دغه غړیتوب پر اساس د امريکا ياد متحدين د اکمالاتي او مادي پورونو شرايط ترلاسه کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د غير ناټو عمده متحدينو له ليسته د افغانستان نوم په لرې کولو سره به د امریکا د دغو متحدينو شمېر ۱۸ ته راټيټ شي، چې جاپان، د کوريا جمهوريت، استراليا او يو شمېر نور هېوادونه پکې شامل دي.