وانګ يي د م.م د ۷۷ مې عمومي اسامبلۍ په عادي بحثونو کې ګډون او وينا وکړه
CMG2022/09/25 14:58:52
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۲مه نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د دغه سازمان د ۷۷ مې عمومي اسامبلۍ په عادي بحثونو کې د سولې او پرمختګ لپاره د هڅولو، د يووالي او ترقۍ د ساتلو لپاره د دندې پر غاړه اخيستلو په عنوان يوه وينا وکړه.

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، اوسنۍ زمانه له ننګونو څخه ډکه ده او نړۍ د بدلېدو نوي پړاو ته داخله شوې او بدلونونه يې چټک شوي دي. په ورته وخت کې اوسنۍ زمانه له هيلو څخه هم ډکه ده او د سولې او پرمختګ په اړه د زمانې عمده موضوع هم نه ده بدله شوې. دغه راز د ترقۍ د لټولو او د همکاريو د پياوړتيا لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو هيلې ډېرې شوې دي. ده وویل، څنګه د زمانې د غوښتنو او تاريخي تمايل له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د وړانديز له مخې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه اباده شي؟ د چين دريځ ټينګ او روښانه دی او زیاته يې کړه: موږ سوله غواړو، نه جګړه. موږ پرمختګ غواړو، نه بې وزلي. موږ پرانيستې تګلاره غواړو، نه د دروازې تړل. موږ همکارۍ غواړو، نه تقابل. موږ يووالی غواړو، نه د نړۍ پاشل کېدنه. موږ عدالت غواړو، نه باداري.

هغه زياته کړه، چين د م.م د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد او په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيایي هېواد په توګه د يووالي، همکارۍ، د زمانې د تمايل او د زياترو هېوادونو د ګډو ګټو تر څنګ ولاړ دی. د دې ترڅنګ چين تل د نړيوالې سولې ابادونکی، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی، د نړيوال نظم ساتوونکی، د عامو توليداتو برابرونکی او د تودو مسئلو همغږی کوونکی هم دی.

نوموړي زياته کړه، د اوسنيو بېلا بېلو ننګونو پر وړاندې رئيس شي جين پینګ د نړيوال پرمختګ وړانديز کړی او پرمختګ ته د پام اړولو اواز يې پورته کړی او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه کړې، چې د نړيوال پرمختګ ګډه ټولنه اباده کړي. رییس شي جین پینګ په عين وخت کې د نړیوال امنيت په اړه وړانديز وکړ او له نړیوالو سره يې د سولې د تامين په برخه کې د چین تجربې شريکې کړې او د نړيوالو امنيتي ننګونو سره د مقابلې لپاره يې چيني لايحه جوړه کړه.

وانګ يي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې تايوان د چین د خاورې دایمي برخه ده او د چين ملي حاکميت او خاوره نه ده ټوټې شوې او هغه حقيقت به هېڅکله بدل نه شي، چې د چين ستره برخه او تايوان پر چين پورې اړه لري او د ملي وحدت د لټولو لپاره د چينايانو هڅې به هېڅکله بندې نه شي. د يو چین د پېژندنې اصل د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصل او د نړيوالې ټولنې ګډ نظر دی. ۵۱ کاله دمخه د م.م عمومي اسامبلۍ ګډونوالو په دې تالار کې د زياترو موافقو رايو په ګټلو سره ۲۷۵۸م نمبر پرېکړه ليک تصويب کړ او پرېکړه يې وکړه، چې د چین د ولسي جمهوريت حقه څوکۍ اعاده کړي او د تايوان استازی له دې څوکۍ څخه وشړي. د دې پرېکړې له کبله د سياست او قانوني پروسې له لحاظه په م.م او نورو نړيوالو سازمانونو کې د تايوان په شمول د چين د استازيتوب مسئله په پوره توګه حل شوې او هغه دسيسه ختمه شوې، چې ځيني سیاستوال او هېوادونه غواړي په نړۍ کې دوه چينه رامنځته کړي او يا له چین څځه تايوان جلا کړي.

هغه زياته کړې، چې چین غواړي تر خپلې وسې پورې په سوله ييزو لارو چارو د ملي وحدت د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي او په دې برخه کې ډېر صميميت وښيي. نو د دې موخې د تر سره کولو لپاره چين بايد د تايوان له بېلتون غوښتونکو سره کلکه مبارزه وکړي او په خپلو کورنيو چارو کې د بهرنۍ مداخلې د مخنيوي لپاره دې قوي تدبيرونه ونيسي. هغه وويل، مونږ به يوازې له قانون سره سم د بېلتون کلک مخنيوی وکړو، په سوله ييزو لارو چارو د ملي وحدت د رامنځته کولو بنسټ به ولرو. دغه راز يوازې د ملي وحدت موخه تر سره کړو، د تايوان تنګي په دواړو غاړو کې به واقعي سوله رامنځته شي. هغه دسيسه چې غواړي د چین په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، خامخا به د چینایانو له مخالفت سره مخ دی او هغه کړنې چې غواړي د چین د ملي وحدت مخنيوی وکړي، هرومرو به ناکامېږي.

هغه د وينا په پای کې وويل، چې د چین د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس ګډونوال به د ټولو چينايانو له هيلو سره سم د راتلونکو پنځو کلونو او يا لا اوږدې مودې لپاره د هېواد د پرمختګ موخې او دندې وټاکي او د هېواد د راتلونکي پرمختګ نوې نقشه جوړه کړي. هغه زياته کړه، چې چين به په نوي تاريخي پيل کې د خپلو چارو د عصري کېدو پرمخبيولو او د ملي سمسورتيا موخه پوره کړي، له نورو هېوادونو سره به د سولې او د پرمختګ د تحقق، د ترقۍ او یووالي د ساتلو لپاره خپله دنده پر غاړه واخلي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.