محمود عباس له اسرائيل د فلسطين پر خاورو د تېرو د بندولو غوښتنه وکړه
CMG2022/09/25 12:55:52
شريکول:

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د سپتمبر په ۲۴ مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۷ مې عمومي اسامبلۍ عادي مباحثوي غونډې ته په وينا کې وويل، هېواد يې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د دغه سازمان د ۱۸۱م او ۱۹۴م پرېکړه ليک د عملي کولو غوښتنليک وړاندې کړی او څرګنده کړې يې ده، چې که اسرائيل دواړه پرېکړه ليکونه عملي نه کړي، ملګري ملتونه دې د دغه سازمان د غړي په توګه د اسرائيل موقف لغوه کړي او بنديزونه دې پرې ولګوي.

د ملګرو ملتونو د ۱۸۱م پرېکړه ليک له مخې، فلسطين او اسرائيل يو له بل جلا او په خپله اداره کېږي. د ۱۹۴م پرېکړه ليک له مخې، فلسطیني کډوال خپلو ټاټوبو ته د ستنېدو حق لري.

محمود عباس په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې که اسرائيل د فلسطين پر خاوره تېريو ته دوام ورکړي، له دغه هېواد سره به پر اړیکو له سره غور وکړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې امریکا او ځيني اروپايي هېوادونه که څه هم د دوو مستقلو هېوادونو د پلان پر تطبیق ټينګار څرګند کړی، خو په حقيقت کې يې يوازې اسرائيل پېژندلی او د فلسطين خپلواکي او حاکميت يې نه دی پېژندلی او هڅه کوي، چې په نړيوالو سازمانونو کې د فلسطين د ګډون مخه ونيسي.