د پنډاګانو پارک د اروپا او چين د خلکو ترمنځ د دوستۍ د پل رول لوبولی
CMG2022/09/26 14:53:02
شريکول:

د (( شينګ هوی )) او (( هاو هاو )) په نوم دوه پنډاګان او درې بچيان يې د بلژيک د پايري ډايزا ژوبڼ د پنډاګانو په پارک کې ژوند کوي. د چين د دولت رييس شي جين پينګ په ۲۱۰۴م کال کې له بلژيک څخه د رسمي ليدنې په ترڅ کې د دغه هېواد له پاچا فيليپ سره د نوموړي ژوبڼ د پنډاګانو پارک په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و. د دغه ژوبڼ مشر ايريک ډومب د دغو مراسمو د يادولو په وخت کې ډېر خوشاله و او خبريال ته يې وويل، له بلژيک څخه د شي جين پينګ ليدنې د اروپايانو او چينايانو ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی کړی او د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د لا ټينګښت لپاره مهم ارزښت لري.

د چين د دولت رييس شي جين پينګ د ۲۰۱۴م کال د مارچ په ۳۰مه نېټه د بلژيک د پاچا فيليپ او ملکې ماټيلډ په ملګرتيا د دغه هېواد د پلازمېنې بروکسل په جنوب لوېديځ ۶۰ کيلو متري کې د پايري ډايزا ژوبڼ ته لاړ او دلته يې د پنډاګانو پارک په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. له دې نه يوه مياشت مخکې، د (( شينګ هوی )) او (( هاو هاو )) په نوم دوه پنډاګان د بلژيک او چين ترمنځ د دوستۍ د استازو په توګه له چين څخه دغې سيمې ته لېږدول شوي او هلته يې په ژوند پيل کړی.

د نوموړي ژوبڼ مشر ايريک ډومب خبريال ته وويل، هغه په يادو مراسمو کې د ګډون له امله ډېر د ویاړ احساس لري او دغه تجربه يې د خپل عمر نه هېرېدونکې شېبه بللې.

ډومب له ماشومتوب څخه د چين له کلتور سره ډېره علاقه درلوده او څه باندې ۲۰ ځلې يې چين ته سفرونه کړي دي. هغه د چين له سه چوان څخه ليدنه کړې، هلته يې د پنډاګانو د ژوند او چاپېريال او ځايي کلتور په اړه مالومات تر لاسه کړي او د ده په ملګرتيا پنډاګان شينګ هوی او هاو هاو له دې سيمې څخه د پايري ډايزا ژوبڼ ته لېږدول شوي.

ډومب له چيني کلتور سره د مينې له امله د پايري ډايزا په ژوبڼ د ۴۵ زرو متره مربع په مساحت چيني باغ جوړ کړی. دغه باغ په اروپا کې د چيني دوديزې باغوانۍ لومړی لوی باغ بلل کېږي او پکې د چين د تاريخ او کلتور په اړه د دوديز تزيين ډېر توکي ليدل کېږي. د چين د دولت رييس شي جين پينګ د بلژيک د پاچا فيليپ په بلنه په دغه باغ کې له نوموړي سره چای وڅښلو او خبرې يې وکړې.

ډومب د رييس شي جين پينګ د پراخې پوهې او ښې رويې په اړه ژورې خاطرې درلودلې او ويلي يې دي، زما د حيرانتيا وړ ده چې شي جين پينګ د دوديزې باغوانۍ په اړه ډېر مالومات لري. د ده په سترګو کې شي جين پينګ د ښې، نرمې او دوستانه رويې خاوند دی.

شي جين پينګ په دغه ليدنه کې ويلي، چې پنډاګان د دوستۍ استازي بلل کېږي. له شينګ هوی او هاو هاو څخه د بلژيک له خلکو سره د چينايانو ټينګه دوستي ښکاري او هيله يې ښودلې، چې د بلژيک ماشومان له شينګ هوی او هاو هاو سره مينه ولري او هم له چين او چيني کلتور سره علاقه پيدا کړي.

ډومب وويل، چې د شي جين پينګ ياده هيله پوره شوې ده. پنډاګان په بلژيک کې د لومړۍ کچې ستوري ګرځېدلي او د دغه هېواد او شاوخوا اروپايي هېوادونو ګڼ شمېر خلک يې راجلب کړي دي. هره ورځ زيات سيلانيان د پنډاګانو د ليدنې لپاره ورځي.

د پايري ډايزا ژوبڼ د ژوپوه ټيم يو غړي خبريال ته وويل، چې هغه ډېر خوشاله دی، چې پنډاګانو په بلژيک کې پر ژوند په چټکۍ عادت کړی دی. شينګ هوی او هاو هاو دغه ژوبڼ ته له رارسېدو روسته ۳ بچيان پيدا کړي، دغه راز اوس ۵ پنډاګان دلته ژوند کوي.

د چين کارکوونکې ليو يانګ د ۲۰۱۴م کال له دوهمې نيمايي راهيسې د دغو پنډاګانو د پالنې لپاره د پايري ډايزا په ژوبڼ کې کار کړی. نوموړې خبريال ته ويلي، چې په تېرو څو کلونو کې د بلژيک حتا د ټولې اروپا خلک د پنډاګانو له لارې له چين سره علاقه پيدا کړې او د چين د کلتور مالومات يې تر لاسه کړي دي.