د المان صدراعظم اولف سچولز د سپتمبر په ۲۵مه نېټه دوحې ته رسېدلی او له قطر څخه يې يو ورځنۍ ليدنه پېل کړې ده.
سچولز د همدې نېټې په شپه د قطر له امير تميم بن حمد ال ثاني سره کتلي او المان ته د طبيعي ګازو د صادراتو د زياتېدو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
د مالوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو مشرانو د سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو په اړه هم خبرې کړي، خو عمده خبرې يې د اقتصاد، پانګونې، انرژۍ، پوځي، کلتوري، سپورټي برخو کې پر خپلمنځي همکاريو ورټولې وې.
د قطر امیر تميم بن حمد ال ثاني په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو شرکتونه به د انرژۍ په برخه کې د پانګونې فرصتونه پيدا کړي.
د قطر حکومت له تېرو څو کالونو راهیسې د هېواد په شمالي سيمو کې د طبيعي ګازو توليدي اندازه زياته کړې او هوډ يې ښودلی، چې د نړۍ د طبيعي ګازو غوښتنه به تر ډېرې اندازې پوره کړي.
(مينه)