په بنګله دېش کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۴ کسان مړه شوي
CMG2022/09/26 09:29:45
شريکول:

يوه مسافر وړونکې کښتي د بنګله دېش د شمالي بنجاګور د ګوردویا په سیند کې ډوبه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه مړه شوي دي.

د مالوماتو له مخې، په يادې کښتۍ کې ۱۰۰ کسان سپاره وو.

د بنجاګور د پولیسو مشر سراج خبري رسنيو ته ويلي، چې ياده کښتي د روانې میاشتې د ۲۵مې نېټې د ماسپښين په ۱ بجې او ۳۰ دقیقو یوه معبد ته خلک ليږدول، چې اوبو کې ډوبه شوې ده او ژغورونکې ډلې تر دې دمه په اوبو کې د ۸ ماشومانو په شمول د ۲۴ تنو جسدونه موندلي دي.

نوموړي زياته کړې، چې لس کسان لا هم په اوبو کې ترې تم دي او ژغورونکې هڅې کوي، چې د دوی جسدونه ومومي.

سراج ويلي، چې په يادې کښتۍ کې له اندازې ډېر کسان او توکي بار وو، ځکه په اوبو کې ډوبه شوې ده.