د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس استازي وټاکل شول
CMG2022/09/26 10:57:40
شريکول:

د شي جين پينګ په مشرۍ او د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تر خاصې لارښوونې لاندې، د دې ګوند د شلم ملي کانګرېس د استازو ټاکنې پوره شوې دي.

د چين بېلابېلو ادارو او ټولنو د کمونېست ګوند د استازو غونډې تر سره کړي او د دې ملي کانګرېس ۲۲۹۶ استازي يې ټاکلي دي.

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس استازي د چیني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورې په رڼا او د دې ګوند د اساسانامې له مخې ټاکل شوي دي.