د عراق پوځ د داعش له وسله والو سره جګړه کړې
CMG2022/09/26 10:40:46
شريکول:

د عراق پوځ ويلي، چې ځواکونو يې د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د هېواد په ختیځ دیاله ایالت کې د داعش له وسله والو سره جګړه کړې، چې له امله يې دوه داعشي وسله وال وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان دي.

د عراق پوځ ويلي، چې په يادې شخړې کې يې یو سرتېری هم وژل شوی دی.

د عراق امنیتي وضعیت په ۲۰۱۷ کال کې د داعش له ماتې وروسته مخ په ښه کېدو و، خو اوس د دغه هېواد په ځينو سیمو کې د داعش غړي بیا راپورته شوي او وخت په وخت د دغه هېواد په لرې پرتو سیمو، ښارونو او ان په دښتو کې پر امنيتي ځواکونو او عامو وګړو بريدونه کوي.