شي جين پينګ: له تاريخ تجربې راغونډوو او د سمسورتيا پر لارې ګامونه اخلو
CMG2022/09/26 16:18:20
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د (سمسورتيا غورچاڼ) پر کتاب سريزه (د سمسورتيا پر لارې ټينګ ګامونه اخلو) ليکلې ده.

نوموړي په دغې سریزې کې ويلي، چې چيني ملت له تاريخ څخه تجربې راغونډوي او په ډېرې ځيرکتيا خپل کولتور ساتي او دغه چاره یې ځانګړی دود ګرځولی دی.

شي جين پينګ ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې په يوې خاصې لارښوونې د (سمسورتيا غورچاڼ) په عنوان مهمه کولتوري چاره روانه کړې ده. په داسې حال کې چې دغه ګوند د خلکو په مشرۍ د سوسیاليستي عصري هېواد د ابادۍ پر لوري ګامونه پورته کړي، د ياد کتاب چاپېدل به يې پر خپلې لارې د خلکو د باور په پياوړتيا او د زمانې د عمومي تمايل په څار او پر خپلې لارې ګام پورته کولو کې مرسته وکړي، او همدارنګه د چيني ملت د لويې بيا سمسورتيا لپاره به هم مهم اهميت ولري.