د چين د لوی کانال نوې منظره
CMG2022/09/26 15:38:02
شريکول:

د چين د لوی کانال څلورم کلتوري او سيلانيز نندارتون د دغه هېواد په ختيځ سو جو ښار کې پرانيستل شو.

 د چين لوی کانال، چې اوږدوالی يې ۳۲۰۰ کيلو متره دی او څه باندې ۲۵۰۰ کلن تاريخ لري، په نړۍ کې تر ټولو پراخ او اوږد کانال ګڼل کيږي.

لوی کانال په پخوانۍ زمانې کې خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړې وې، خو اوس د پرمختګ د نوې مفکورې په رڼا کې يې ساتنه او کارونه نوي پړاو ته رسېدلي دي.

د چین لوی کانال له اتو ولايتونو او ښارونو څخه تېر شوی او پنځه لوی سيندونه يې سره نښلولي دي.

د لوی کانال په اوږدو کې د وخت په تېرېدو ډېر غني کلتوري ميراثونه موندل شوي دي.

يونيسکو دغه کانال د ۲۰۱۴م کال په جون کې د نړيوالو ميراثونو په لېست کې شامل کړی دی.