د افغانستان د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس معزالدین احمدي خبر ورکړی، چې د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د دې هېواد په بدخشان ولايت کې يوه چاودنه شوې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
نوموړي وويل چې ياده چاودنه د دې ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې شوې ده او امنيتي ځواکونو د پېښې په تړاو پلټڼې پېل کړې دي.
تر اوسه کومې ډلې د يادې چاودنې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.