د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ عادي بحثونه پای ته ورسېدل
CMG2022/09/27 09:56:42
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ عادي بحثونه د سپتمبر په ۲۶مه نېټه په نيويارک کې د دغه نړيوال سازمان په مقر کې پای ته ورسېدل.

د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ رئيس کروسي کسبا د پای وينا کې وويل، چې د نړۍ د ۱۲۶ دولتي يا حکومتي مشرانو په شمول د م.م د ۱۹۰ غړو هېوادونو استازيو د روانې عمومي اسمبلۍ په عادي بحثونو کې ګډون کړی و، چې ترې په نړيوالو چارو کې د عادي بحثونو اهميت ښکاري. 

هغه وويل، چې د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ په عادي بحثونو کې پنځه ګوني معلومات خپاره شوي: لومړی، انساني ټولنه يوې نوې مرحلې ته ننوتلې ده. دوهم، د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه بايد سمدستي ختمه شي. درېيم، اقليمي بدلون په تدريجي توګه د انسانانو ژوند ويجاړوي. څلورم، د بشري حقونو په عمومي حالت کې بايد ښه والی راشي. پنځم، ملګري ملتونه بايد خپل مثبت رول بيا ولوبوي.

( سپوږمۍ)