شي جین پينګ: ولس دې په هڅو، زړورتوب او يووالي سره پرمختګ ولټوي او د چين ځانګړتيا لرونکی نوی سوسیالیستي برياليتوب دې وګټي
CMG2022/09/27 21:49:34
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د دغه ګوند د شلم ملي کانګريس په درشل کې د سپتمبر په ۲۷ مه نېټه بېجينګ موزیم ته لاړ او (د نوې زمانې هڅې) له نندارتون څخه يې لېدنه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، د دغه ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهیسې د دغه ګوند مرکزي کمېټې د هېواد د بېلابېلو قومونو د خلکو په مشرۍ ډېرې هغه ستونزې چې اوږده موده نه دي حل شوې، هوارې کړې، ډېرې مهمې چارې يې چې پر لرې راتلونکي اغېزې لري، بشپړې کړې او له سياسي، اقتصادي، اډيالوژيکي او طبيعي خطرونو او ننګونو پر وړاندې يې مقابله ګټلي او په ګوندي او دولتي چارو کې يې تاريخي پرمختګونه کړي دي، چې د چيني ملت د لویې بيا سمسورتيا لپاره يې ټينګ بنسټ جوړ کړی دی. 

نوموړي زياته کړه، چې تېر لس کلن پرمختګ او لاسته راوړنې او مهم ارزښت يې دې خلکو ته ور وپېژندل شي، څو د هېواد د بېلابېلو قومونو خلک پر خپلې لارې ټينګ باور ولري او په هڅو، زړورتوب او يووالي سره زیات پرمختګ ولټوي او د چين ځانګړتيا لرونکې سوسیالیزم نوی برياليتوب وګټي.