د چین شمال لوېديځ پولیتکنیک پوهنتون د تېر جون په ۲۲مه نېټه په یوې اعلاميې کې وويل، چې د پوهنتون پر انټرنيټي اداري چارو يې سايبري بريدونه شوي دي.
د چين د شي ان ښار پولیسو د چین د شمال لوېديځ پولیتکنیک پوهنتون د ياد خبر خپرېدو سره جوخت پلټنې پېل کړې.
د چین د کمپيوتري ویروس ضد د بېړني غبرګون دولتي مرکز او ۳۶۰ شرکت یو تخنیکي ګروپ جوړ کړی او د دې پېښې د تخنیکي تخلیل په بهیر کې يې برخه اخيستې ده.
دغه تخنیکي ګروپ د روانې میاشتې په ۵مه نېټه د چین پر ياد پوهنتون د امریکا د ملي امنيت د اېجنسۍ د سایبري برید د پلټنې لومړی راپور خپور کړ او اوس د سپتمبر په ۲۷مه نېټه يې د ياد بريد د څېړنې دوهم راپور خپور کړی دی.
ياد راپور وايي، چې د امریکې د ملي امنيت د اېجنسۍ ځانګړي بریدونکي دفتر د چین پر شمال لوېديځ پولیتکنیک پوهنتون د سایبري برید په ترڅ کې د چین د بنسټيزو تاسیساتو د چلوونکو تصدیو کليدي مالوماتو ته د لاسرسي یوه تش په نوم قانوني لاره جوړه کړې وه او پر مټ يې د چین پر بنسټيزو تاسیساتو د نفوذ او کنټرول موخه عملي کړېده. (هیله)